د تړون د ورکولو دپرېکړې خبرتیا

ten_admin
 د افغانستان بانک نښان

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

Location ابن سینا وات

موضوع: د افغانستان بانک  د معلوماتی تکنالوژی لوی آمریت لپاره د دوه ډولو Ether net Primary او انترنت پریمیری خدماتو چمتو او تدارک کول پروسه:

لومړی لاټ د افغانستان فیض ستلایت کمیونیکیشن شرکت سره.

 دویم لاټ د اسکای ویف تکنالوژیز انترنتی خدماتو شرکت ته د تړون ورکولو د پریکړئ  خبرتیا.

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د دویمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې :  د افغانستان بانک د معلوماتی تکنالوژی لوی آمریت لپاره د دوه ډولو Ether net Primary او انترنت پریمیری خدماتو چمتو او تدارک کول  پروسه لومړی لاټ د افغانستان فیض ستلایت کمونیکیشن شرکت  ته ورکړي، چې د شرکت د D-39622   شمېرې جواز لرونکی او اصلي ځای یی د کابل مرکز ، شیرپور کې دی. په ټولیزه بیه (1،955،520) یو میلیونه نه سوه پنځه پنځوس زره او پنځه سوه شل افغانۍ او دویم لاټ د اسکای ویف تکنالوژیز انترنتی خدماتو شرکت ته ورکړې چې د شرکت د D-20140  شمېرې جواز لرونکی او اصلي ځای یی د کابل مرکز د شمشاد پلازا بره کی ، ۴ ناحیه کې دی. په ټولیزه بیه (2،324،400) دوه میلیونه دری سوه څلورویشت زره او څلور سوه افغانۍ تړون ورکړئ.

د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان د خپریدو له نېټې تر اوو تقویمي ورځو د افغانستان بانک د تدارکاتو لوی آمریت ته، چې په ابن سینا واټ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د عقد کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه عقد کیږی.

Documents

د تړون د ورکولو دپرېکړې خبرتیا

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷ ابن سینا وات
Background image

داوطلبی ته بلنه

 د افغانستان بانک د خدماتو لوی آمریت لپاره د خدماتي کارکوونکو د پسرلنیو او ژمنیو یونیفورمونو د چمتو او تدارک پروسه

د پروژی ارتباطی شمیره  : DAB/1404/NCB/G08

د بودجی ډولعملیاتی

د . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۴۹ ابن سینا وات؛ کابل افغانستان
Background image

داوطلبی ته بلنه

پروژه: د افغانستان بانک  لپاره د Internet Back up او Ether net Back up خدماتو چمتو او تدارک کول

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: DAB/1404/NCB/NCS06

د بودجی ډول : عملیاتی

د نورو معلوماتو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۵۱ ابن سینا وات؛ کابل افغانستان
Background image

داوطلبی ته بلنه

داوطلبی ته بلنه: د افغانستان بانک  لپاره د Internet Primary 309 MB او Ether net Primary خدماتو چمتو او تدارک کول

د پروژی ارتباطی شمیره  : DAB/1404/NCB/NCS05

د بودجی ډول : عملیاتی

د . . .

Back to tenders