د ریاست د دفتر، د بانکونو د څارنې او د مرکز زون د آمرینو معرفي کېدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۴:۳۰
د ریاست د دفتر، د بانکونو د څارنې او د مرکز زون د آمرینو معرفي کېدل

۱۴۰۰ د وږي ۳۰ مه – د افغانستان بانک ریاست د دفتر د لوی آمریت، د بانکونو د څارنې د لوی آمریت او د مرکز زون د لوی آمریت آمرین د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد له لوري د دې بانک کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي مولوي عبدالقدیر احمد د یادو کسانو د پېژندنې په غونډه کې دا کسان په کارپوه یاد کړل او د افغانستان بانک له نورو کارکوونکو یې وغوښتل چې له دوی سره په ګډه همکارۍ خپلو چارو ته په پوره رېښتنولۍ سره دوام ورکړي.

ښاغلي احمد زیاته کړه چې یو بل ته د لاس په ورکولو سره به د دې هېواد د جوړونې لپاره کار کوو، ترڅو په ګډه سره دا وطن آباد کړو، ځکه په تېرو شلو کلونو کې له بهر څخه راغلو کسان یوازې د معاش لپاره کار وکړ او هېواد یې په سختو شرایطو کې یوازې پرېښود.

نوموړي د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې نویو پېژندل شویو آمرینو ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وښوده او له دوی یې وغوښتل چې تر بل هر وخت زیات د هېواد د اقتصادي او بانکي نظام د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د لوی آمریت لپاره ښاغلی صدیق الله خالد، د بانکونو د څارنې د لوی آمریت لپاره ښاغلی عبدالرحمن قانت او د مرکز زون د لوی آمریت لپاره ښاغلی فدا محمد فیضان د نویو آمرینو په توګه په دندو ګمارل شوي دي.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او د دې بانک یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته