د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه

کابل، ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې د صرافانو د ټولنې له استازو سره د دوی په ستونزو او حل لارو خبرې وشوې،ښاغلي واحدالله نوشېر د صرافانو د ټولنې له استازو څخه وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې له دوی سره شریکې کړي، ترڅو د عالي شورا په راتلونکې غونډه کې یادې ستونزې په بحث کې ونیول شې او د قانون په اډانه کې ورته د حل لارې پیدا شي.
د یادې ټولنې استازو د صرافۍ په برخه کې خپلې یو شمېر ستونزې د افغانستان بانک له سرپرست سره شریکې کړي او له مسئولینو یې غوښتننه وکړه چې د ټولنې وضعیت ته په کتلو سره په قانون کې داسې موارد وضع کړي ترڅو د یادو قوانینو په پلي کېدو کې ستونزې رامنځته نه شي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د یو شمېر آمرینو او کارکوونکو سربېره د صرافانو ټولنې استازو هم ګډون کړی وو.