د مالي او بانکي سکتور د بیا رغونې کمېټې غونډه جوړه شوه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۶:۳۰
.

د ۱۴۴۴ کال د صفر المظفر ۱۳ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادریس) په مشرۍ د مالي او بانکي سکتور د بیا رغونې د عمل پلان په اړه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د دې پلان په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله تر سره او پدې اړه د بانکي څارنې د لوی آمریت د کارکوونکو لخوا د یو پریزنټیشن له لارې معلومات شریک شول.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس د مالي او بانکي سکتور د بیا رغونې د عمل پلان د خورا ارزښت وړ یاد کړ او یادونه یې وکړه چې دا پلان کولای شي د مالي او بانکي سکتور برخې په ښه ډول بریالیتوب ته ورسوي.

باید وویل شي چې دا پلان په درېیو برخو کړکېچ، نارمل کېدل او پرمختګ برخو کې ترتیب شوی دی او ډېر ژر به عملي او له درنو هېوادوالو او اړوندو ادارو سره شریک کړل شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته