د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون د څلورمې غونډې جوړیدل

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۸:۳۶
د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون د څلورمې غونډې جوړیدل

۱۳۹۹ د کب ۱۱مه - د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون څلورمه غونډه د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي او د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون د رئیس په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي چې په ورته وخت کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون رئیس هم دی، د دې کمېسیون د غړو له ګډون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دې کمېسیون غونډې له امنیتي او اقتصادي پلوه خورا ارزښناکې دي، ځکه چې د افغانستان حکومت د نړیوالو مالي اقداماتو د ډلې (FATF) د سپارښتونو په پلي کولو باندې ژمنه کړې ده.

ښاغلي اجمل احمدي د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون په ګډون د ادارو ترمنځ په لا زیاتو همکاریو او همغږیو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هیڅ اداره په یوازې ځان نشي کولای په دې برخه کې په اغیزناکه توګه ګام پورته کړي، خو دا چې ادارې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې له نظام سره یو ځای په دې چاره کې له یو بل سره هر اړخیزې همکاري وکړي څو اقتصادي، مالي سکتورنه او هېوادوال د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل له جرمونو او داسې نورو اقتصادي جرمونو څخه خوندي او له خطر څخه لرې وساتي.

ورپسې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون د دارالانشأ مسئولیونو د مخکینیو غونډو او د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د پروسې د همغږي کوونکي لخوا د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د کاري پلان د پرمختګ په تړاو لنډ راپور وړاندې کړ چې ورپسې د غونډې له اجنډا سره سم، د همغږۍ د عالي کمېسیون غړو په خپلو اړوندو ادارو کې د پیسو وینځلو د خطرونو د ملي ارزنې د عمل د پلان د پرمختګ په تړاو راپورونه وړاندې کړل.

د غوندې په پای کې، د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون دارالانشأ د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د خپریدو وړ نسخې مسوده د منظورۍ په موخه کمېسیون ته وړاندې کړه چې د همغږۍ عالي کمېسیون هغه منظوره او لارښوونه یې وکړه چې اړونده نسخه د افغانستان بانک د معاملو او مالي راپورونو د شننې د مرکز د ویپانې له لارې خپره کړي.

همدا ډول د همغږۍ د عالي کمېسیون غړي په خپلو اړوندو ادارو کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د کاري پلان د تطبیق د چارو د تعقیبولو مسئولیت هم په غاړه لري چې د دې غونډې په اوږدو کې پرېکړه وشوه څو د همغږۍ د عالي کمېسیون په راتلونکو غونډو کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د کاري پلان له پرمختګ څخه کمېسیون ته راپور وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون د کړنلارې نهايي مسوده او د پورته یاد شوي کمېسیون د کاري کمېټې د نهايي کړنلارې مسوده د کمېسیون لخوا په پرنسیپ کې منظورې شوې.

د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ عالي کمېسیون د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو د مخنیوی د قانون د ۳۳ مادې د حکم پر بنسټ د دولتي ادارو د ۸ مرستیالانو په ترکیب سره د افغانستان بانک د لوی رئیس په مشرۍ جوړ شوی دی.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته