د کوچنیو او منځنۍ کچې تشبثاتو لپاره د پورونو په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۸:۳۳
د کوچنیو او منځنۍ کچې تشبثاتو لپاره د پورونو په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو غونډه

۱۴۰۰ د زمري ۹ – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان د بانکونو ټولنې له مسئولینو سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته د پور ورکړې په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو په رامنځته کولو او یو شمېر نورو بانکي موضوعګانو خبرې شوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د دې غونډې په اوږدو کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان د بانکونو د ټولنې له مسئولینو وغوښتل چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د خدمتونو او پور ورکړې په برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د دې غونډې په تعقیب د خونو فدراسیون، کرنې خونې، کسبګرو او هټیوالو خونې او صنایعو خونې له چارواکو سره بله غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د سوداګریزو بانکونو لوري د پور ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو، په په برېښنایي ډول په خوندي او ډاډمنه توګه او په کم وخت کې د اداینو پر تر سره کولو او د فساد په مخنیوي کې یې د هغې پر رول خبرې وکړې، ویې ویل دا آسانتیاوې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ودې لپاره زمینه برابروي.

باید وویل شي چې د افغانستان د بانکونو ټولنې مسئولینو په دې برخه کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ او د خونو فدراسیون، کرنې خونې، د کسبګرو او هټیوالو خونې او صنایعو خونې مسئولینو په اقتصادي برخه په ځانکړې توګه د بانکي سکتور د ودې په برخه کې د ښاغلي اجمل احمدي له هڅو ستاینه وکړه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته