د ګمرکونو د عمومي ریاست له استازو سره غونډه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۵:۲۳
د ګمرکونو د عمومي ریاست له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ کب ۱۹ مه -  د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو د لوی آمریت د آمر ښاغلي عبدالواحد جبارخیل پر مشرۍ د ګمرکونو د عمومي ریاست له استازو سره د عوایدو د راټولونې په چارو کې د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو او اداینو د لویو آمریتونو آمرینو د افغانستان بانک له لوري د ګمرکونو له ریاست سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې په بانکي برخه کې خپلې غوښتنې د افغانستان بانک سره شریکې کړي، ترڅو په چارو کې همغږي زیاته او د هیواد په ټولو برخو کې عواید په ښه ډول را غونډ او اداینې په ښه ډول تر سره شي.

باید وویل شي چې د ګمرکاتو د عمومي ریاست استازو هم په دې برخه خپلې ستونزې او مشکلات د افغانستان بانک له لوري سره شریک کړل  او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتو آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته