مالیزیا هېواد ته د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک د لوړ رتبه پلاوي سفر

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۵۴
مالیزیا هېواد ته د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک د لوړ رتبه پلاوي سفر

1445 ذوالقعدة الحرام 16 مه - د افغانستان بانک یو لوړ رتبه پلاوي د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په نړیوال کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره دې هېواد ته سفر وکړ.

دغه پلاوی به د دې سفر په لومړۍ ورځ د مالیزیا د مرکزي بانک له خوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي. یادې غونډې ته د افغانستان بانک او نورو اسلامې هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي بلل شوي دي، ترڅو د اسلامې بانکوالۍ د پراختیا په اړه له یو بل سره نظرونه او تجربې شرېکې کړي او اړینې پرېکړې وکړي.

په دویمه او درېیمه ورځ به د افغانستان بانک پلاوی د مالیزیا د دولت له خوا د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په جوړېدونکي نړیوال دوه ورځني کنفرانس کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې دې کنفرانس ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څخه د مرکزي او نورو اسلامي بانکونو او مالي مؤسساتو استازي را غوښتل شوي دي چې په ترڅ کې به یې ګډونوال د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا, کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په پیاوړتیا او د صکوکو او مالي بازارونو د پراختیا اړوندو مسایلو په اړه بحثونه او ګټورې مشورې وکړي.

له دې سربیره به یاد پلاوی د اسلامي بانکوالۍ اړوند د نړیوال شرعي څېړنیز مرکز، د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د نړیوال پوهنتون، د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون او د زکات او حج له ادارو سره د اړیکو د ټينګولو په موخه لېدنې کتنې تر سره کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک په ټول هېواد کې د یو سوچه اسلامي او پر شرعي اساساتو ولاړې اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره هلي ځلي کوي, ترڅو له سود څخه پاک بانکي نظام رامنځته شي. د افغانستان بانک غواړي له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره متقابلي بانکي اړیکي ولري.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته