په شمال زون کې راټول شوي زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۶:۵۰
په شمال زون کې راټول شوي زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۵ د جمادی الاول ۱۲- د افغانستان بانک لومړی مرستیال ښاغلی نور احمد آغا ولایتونو ته د خپلو سفرونو په دوام، دا ځل بلخ ولایت ته ولاړ. د دې سفر موخه په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په پار په شمال زون کې د زړو بانکنوټونو سوځول وو چې د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو او اړوندې کړنلارې سره سم د ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د ۹۷۲۷۹۹۰۰۰ افغانیو په ارزښت راټول شوي زاړه بانکنوټونه د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول وروسته وسوځول شول. په دې بانکنوټونو کې د (۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰،۵،۲،۱) افغانۍ انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان بانک د شمال زون څخه هم لیدنه وکړه او د افغانستان بانک د شمال زون آمر ښاغلي ضیاء الرحمان مدني او نورو کارکوونکو سره یې ولیدل. ښاغلي نور احمد آغا د افغانستان بانک د شمال زون د کارکوونکو کړنې وستایلې او هغوی ته یې سپارښتنې وکړې ترڅو د دندو د مؤثریت او د افغانستان بانک د موخو د ترلاسه کولو په برخه کې د خپلو مسئولیتونو په رڼا کې لا ډیرې هلې ځلې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټه وېشي او د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې مندرس بانکنوټونه سوځوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته