په هرات ولایت کې د لوېدیځ زون کارکوونکو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال لېدنه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۱:۵۵
په هرات ولایت کې د لوېدیځ زون کارکوونکو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال لېدنه

۱۴۴۵ کال د ربیع الثاني ۱۵ – د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي نوراحمد آغا د یو پلاوي په مشرۍ لوېدیځ زون ته سفر وکړ او په هرات ولایت کې یې د افغانستان بانک له کارکوونکو سره لېده کاته وکړل. د افغانستان بانک لومړي مرستیال په یاد ولایت کې د پرلپسې زلزلو پېښېدو له امله خپله ژوره خواشيني وښوده او د کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د حال او احوال پوښتنه یې وکړه. ښاغلي نوراحمد آغا د دې ولایت د زلزلې شهېدانو روح ته د دعا ترڅنګ، د دغې پېښې ټپیانو ته د روغتیا هیله وکړه او د افغانستان بانک د لوېدیځ زون له کارکوونکو یې وغوښتل څو په دې حساسو شرایطو کې، د هرات شریفو خلکو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

باید یادونه وکړو چې ښاغلي نوراحمد آغا د افغانستان بانک د لوېدیځ زون له آمر سره په ګډه د زون له بېلابیلو برخو او شعبو لېدنه وکړه او کارکوونکو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته