د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه د غونډې جوړېدل

Mpoya
Tue, Sep 10 2024 2:08 PM
د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه د غونډې جوړېدل

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۷ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه د سوداګریزو بانکونو د ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال یادونه وکړه چې د افغانستان بانک غواړي، ترڅو هېوادوال آسانه، ارزانه او رسمي مالي خدمتونو ته لاسرسی ولري، د نوموړي په خبره نننۍ غونډه د همدې موخې لپاره جوړه شوې ده، ترڅو د اړوندو مسائلو په اړه ګډ بحث او د نظرونو تبادله په کې تر سره شي.

په یاده غونډه کې پېرودونکو ته د اسلامي مالي تمویلاتو د برابرولو پر څرنګوالي، په محاکمو کې د خصوصي بانکونو ستونزو ته د حل لارو پر موندلو، پېرودونکو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو، نړیوالو لېږدونو (TT) کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله تر سره او مفصلې خبرې وشوې.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د اړوندو مسائلو په اړه د سوداګریزو بانکونو مسئولینو خپل نظرونه او وړاندیزونه د افغانستان بانک له لومړي مرستیال سره شریک کړل او په هېواد کې یې د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د هلو ځلو ژمنه وکړه.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS