د دولتي صکوکو د طرحه کولو لومړنی ورکشاپ

Mpoya
Wed, Jan 08 2020 1:47 PM
د دولتي صکوکو د طرحه کولو لومړنی ورکشاپ

کابل، ۱۳۹۸ د مرغومې ۱۷ ـ د افغانستان بانک، د عدلیې وزارت، د بانکونو د ټولنې، سوداګریزو بانکونو او د صرافانو د ټولنې د استازو په ګډون د دولتي صکوکو د طرحه کولو لومړنی ورکشاپ جوړ کړ.

په پیل کې د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو لوی آمر ښاغلي دوکتور محمد یوسف سلیم د صکوکو په اړه هر اړخیزه پریزنټیشن وړاندې کړ او د دولتي صکوکو د طرحه کولو په اړه یې د ورکشاپ ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل.

ورپسې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د موضوع په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړه چې عامه پوهاوۍ، د قانوني اډانې درلودل، د خلکو د باور تر لاسه کول او د دې خدمتونو پراختیا هغه ټکي دي چې باید د صکوکو په طرحه کولو کې ورته پاملرنه وشي.

د غونډې په اوږدو کې د دولتي صکوکو د طرحه کولو په اړه د ورکشاپ د ګډونوالو تر منځ نظرونه تبادله شول او په دې برخه کې یې ګټورې او ارزښتناکه مشورې وړاندې کړې چې کولای شو ورڅخه ګټوره استفاده وکړو.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال، د بانکونو د ټولنې رئیس، د سوداګریزو بانکونو استازو، د صرافیو استازو او د افغانستان بانک یو شمېر آمرینو او مرستیالانو ګډون کړی وو.

د دې ورکشاپ په پای کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشېر هم حضور پیدا کړ او د اسلامي بانکوالۍ په نظام کې یې د صکوکو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او صکوک یې با ارزښته اسلامي پور پاڼې وګڼلې.

په دې ورکشاپ کې د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي محمد قاسم حلیمي هم په دې موضوع باندې خبرې وکړې او د دولتي صکوکو لپاره د قانوني اډانې د جوړولو لپاره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

 

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS