د افغانستان بانک د لوړ پوړو کارکوونکو په شتون کې د شتمنیو د ثبت او څېړنې سیمینار جوړ شو

Mpoya
Mon, Jan 20 2020 11:32 AM
د افغانستان بانک د لوړ پوړو کارکوونکو په شتون کې د شتمنیو د ثبت او څېړنې سیمینار جوړ شو

کابل، ۱۳۹۸ د مرغومې ۲۹ – د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست د شتمنیو د ثبت او څېړنې ادارې لخوا د افغانستان بانک د لوړ پوړو کارکوونکو لپاره د شتمنیو د ثبت او څېړنې سیمینار جوړ شو.

د دې سیمینار د پرانیستنې په مراسمو کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د شتمنیو د ثبت او څېړنې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په دې اړه د معلوماتو شریکول، د روڼتیا او حساب ورکونې په برخه کې چې د افغانستان بانک له بنسټیزو ارزښتونو څخه ګڼل کیږي، لوړ ارزښت لري.

د افغانستان بانک دویم مرستیال د شتمنیو ثبت او څېړنه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او د رونتیا د رامنځ ته کولو په برخه کې یو ارزښتناک اقدام وباله او له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې پر ټاکلي وخت د خپلو شتمنیو د ثبت فورمې اړوندې ادارې ته وسپاري.

وروسته د شتمنیو د ثبت او څېړنې د ادارې د خپرونو او عامه پوهاوۍ آمر ښاغلي عبدالصبور حبیب په دې برخه کې د افغانستان بانک له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او د شتمنیو د ثبت او څېړنې د څرنګوالي په اړه یې خبرې وکړې.

هغه د افغانستان بانک له مسؤولینو څخه وغوښتل چې له اداري فساد سره د مبارزې او د سمونونو د بنسټیزه کیدلو لپاره هڅه او په دې برخه کې د شتمنیو د ثبت او څېړنې له ادارې سره د تل په څیر مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې سیمینار کې د شتمنیو د ثبت او څېړنې په اړه د شمتنیو د ثبت او څېړنې د ادارې د کارکوونکو لخوا د یو پریزینټیشن له لارې هر اړخیزه توضیحات وړاندې شول او د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS