د افغانستان بانک، سوداګریزو بانکونو او کوچنیو مالي ادارو لپاره د پوهاوۍ پروګرام جوړ کړ

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۲ - ۱۱:۴۳
د افغانستان بانک، سوداګریزو بانکونو او کوچنیو مالي ادارو لپاره د پوهاوۍ پروګرام جوړ کړ

کابل، ۱۳۹۸ د وري ۲۱ـ د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت په سیستم کې د پرمختګونو په پام کې نیولو سره مالي پیسو ته د خلکو د لاسرسۍ د اسانتیاو په موخه د سوداګریزو بانکونو او د کوچنیو مالي ادارو استازو لپاره د پوهاوۍ پروګرام په لاره واچوه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي واحد الله نوشیر د افغانستان په بانکي نظام کې د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو اموالو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو په ارزښت باندې د خبرو په ترڅ کې وویل چې د دې پروګرام د جوړیدو موخه، د اعتباري معلوماتو د راټولولو لپاره د عامه اعتبارونو د ثبت د سیستمونو د معاصره میتودونو کارونه ده.

همدا ډول، د افغانستان بانک لومړي مرسیتال زیاته کړه چې د افغانستان بانک د بانکدارۍ په سیستمونو کې د پرمختګ په پام کې نیولو سره او د عامه اعتبارونو د ثبت او منقولو اموالو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو د دویم پړاو د تطبیقولو په برخه کې د هغوي د تجهیز لپاره ځینې پلانونه تر لاس لاندې لري؛ په همدې موخه یې د پوهاوۍ پروګرام جوړ کړ څو په دې برخه کې د زده کړې په ترلاسه کولو سره، مالي پیسو ته د لاسرسۍ د لا اسانتیا ترڅنګ د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم، د احتمالي مالي خطرونو د کموالي او د پور په ترلاسه کولو کې د اسانتیاو د رامنځ ته کولو لامل کیږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته