د افغانستان بانک د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۸
د افغانستان بانک د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله

۱۳۹۹ د کب ۱۸ مه – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د بانک د ښځینه کارکوونکو کړنو  ته د درناوي لپاره د ښځو نړیواله ورځ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.

په دې مراسمو کې چې د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې تر سره شول، د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د دې بانک ښځینه کارکوونکو او ټولو افغان ښځو ته د دوی د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او په حکومتولۍ، اقتصادي پرمختګ، بانکوالۍ او د تشبثاتو په لاره اچولو کې یې د ښځو رول مثبت یاد کړ او د دوی شتون یې د هېواد په پرمختګ کې مهم وباله.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي ژمنه وکړه چې په دې بانک کې به د ښځو لپاره د کار د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو تر څنګ د دوی د ظرفیت لوړولو په برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي، دوی همدارنګه زیاته کړه چې په دې برخه کې عملي کار پیل شوی او په دې وروستیو کې په دوو بستونو لوړو  کې چې آمریت او مرستیالي ده ښځې په دندو ګمارل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په یادو مراسمو کې سربېره پردې چې په د افغانستان بانک کې د ښځو له کړنو ستاینه وشوه، دوی په مالي او معنوي لحاظ هم وستایل شوې او د دوی له ډلې یو شمېر ښځينه کارکوونکو ته مننلیکونه هم ورکړل شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته