د افغانستان بانک سرپرست د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت له استازو سره ولیدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۳:۱۱
د افغانستان بانک سرپرست د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت له استازو سره ولیدل

د ۱۴۴۴ کال د شوال المکرم ۱۹ – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلي الحاج هدایت الله بدري د ۷۷ ترکي پانګونې او ساختماني شرکت له یو شمېر استازو سره لیدنه وکړه او د بانکي نظام او له دې لارې د دوی د پانګونې بهیر اسانولو په برخه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د افغانستان بانک سرپرست د دې شرکت استازو ته ژمنه ورکړه څو د هېواد د ودانیزو پروژو د ملاتړ او د یادو پروژو د ودې او پرمختګ زمینې برابرولو لپاره دوی ته هر ډول بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.

د یاد شرکت استازو د افغانستان بانک د سرپرست له دې ملاتړ څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه څو په بیلابیلو برخو کې په افغانستان کې اغېزناکې پانګونې وکړي او د زېربنایي پروژو لکه د اوبو بندونو جوړولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته