د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل
د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف) له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه په افغانستان کې د وړو مالي تمویلاتو د تضمین، په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو، بلاعوضه مرستو، او له تمویلاتي مؤسساتو سره د تخنیکی همکاریو رامنځته کول وو.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد د مالي او بانکي سکټور د ودې او پیاوړتیا لپاره مناسب، روڼ او معیاري کاري چاپېریال رامنځته کړي، ترڅو له دې لارې هېوادوالو ته د وړو، کوچنیو او منځنیو مالي تمویلاتو د آسانه لاسرسي د برابرولو په برخه کې اغېزناک اقدامات ترسره کړي. نوموړي د اې سي جي ایف له استازو څخه وغوښتل چې د هېواد ټولو سیمو او اړوندو ادارو ته پرته له توپیره د تمویلاتو یو شان خدمتونه وړاندې کړي.
ورپسې د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف) مرستیال د خپلې ادارې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان بانک له مشرتابه څخه یې وغوښتل، څو د کوچنیو، وړو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو د تمویل د پراختیا، له اړوندو مالي او بانکي مؤسساتو سره د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډو پروګرامونو د پلي کېدو او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې او اړین دوه اړخیز هوکړهلیکونه لاسلیک شي.
د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف) یوه نړیواله پراختیایي اداره ده چې د افغانستان د کوچنیو، وړو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو د تمویل د پراختیا لپاره د بانکونو او مالي مؤسسو تمویلاتو د تضمین، تخنیکي مرستو او ظرفیت لوړونې پروګرامونه پلي کوي او د مالي شمولیت او خصوصي سکټور د ودې په برخه کې فعالیت لري.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د مالي شمولیت د پراختیا، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د هېواد د مالي او بانکي سکټور د لا پیاوړتیا په موخه د دوامدارې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
