د افغانستان د اسعاري زېرمو د کنګل پاتې کېدو په اعتراض د پلې لار پر سر د انځوریز نندارتون جوړیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۴:۵۷
د افغانستان د اسعاري زېرمو د کنګل پاتې کېدو په اعتراض د پلې لار پر سر د انځوریز نندارتون جوړیدل

۱۴۰۱ د وري ۱۰- د افغانستان بانک د پلې لار پر سر انځوریز نندارتون چې د زرنګار پارک په ختیځه برخه کې د کابل سرینا هوټل ته مخامخ جوړ شوی وو، د افغانستان د خلکو د ژوندانه د وضعیت په انځورولو سره د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د هېواد د اسعاري زېرمو د ازادولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد د دې نندارتون د پرانیستنې په وینا کې وویل چې "د هېواد د اسعاري زېرمو مدیریت د افغانستان بانک په غاړه دی، دې بانک په خپل وار له بېلابېلو لارو د هېواد د اسعاري زېرمو چې د افغانستان د خلکو مسلم حق دی، د ازادولو په برخه کې هڅې کړي دي. که څه هم په دې برخه کې تخنیکي بحثونه هیله بخښونکي وو، خو د عمل په برخه کې تر اوسه کومې حقیقي پایلې ته نه یو رسېدلي".

ښاغلي احمد زیاته کړه چې د افغانستان بانک د دې مدني حرکت په ترسره کولو سره د بشر حقونو ملاتړو ادارو، ملي او نړیوالو رسنیو او مرسته کوونکو هېوادونو ته ښيي چې د بیان پر ازادۍ او د ټولنیز عدالت پر تأمینولو باندې باور لري او خلکو ته په خدمت کولو کې ژمن دی او په دې اعتراضي حرکت سره غواړي چې نړیوال په دې حساس تاریخي پړاو کې د افغانستان ځوریدلي خلک هېر نه کړي او مرسته ورسره وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو، مدني فعالانو او ګڼ شمېر هېوادوالو ګډون کړی وو او پر لګول شوي بنر د لاسلیکونو په کولو سره یې د افغانستان د اسعاري زېرمو د ازادولو له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته