د تش بست خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۵
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم: د معلوماتي ټکنالوژۍ ارشد مدیر

آمریت : د افغانستان د اداینو سېستم لوی آمريت

ګریډ: نهم  (9)

د پیل نېټه: 1447  صفر المظفر 16

د پای نېټه : 1447  صفر المظفر 29

د ګمارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه:

  د چارو د ښه والي او د کاري اغیزناکتیا د زیاتیدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو د کارونو مدیریت، رهبري، څارل، کنټرولول او ارزول؛

 د مالي او محاسبې د لوی آمریت د تقنیني او اداري سندونو لکه مقررو، لایحو، پلانونو، ستراتیژیو، پالیسیو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او فورمو په طرحه کولو، ترتیبولو، تسویدولو، تعدیلولو او طی مراحلو کې له مستقیم مدیر سره همکاري؛

 د بودېجې په برخه کې د کاري بهیر د اسانتیا لپاره له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږۍ درلودل؛

 د میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونو راټولول او تنظیمول او مستقیم مدیر ته یې لیږل؛

 د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتنيو، ربعوارو او کلنيو کاري پلانونو طرحه او ترتیبول

 • د اړتیا په صورت کې، مستقیم آمر او واک لرونکو چارواکو ته میاشتني، ربعوار او کلني راپور وړاندې کول

د کړنو د ښه کولو په موخه د هڅونې د رامنځته کولو لپاره د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزونه کول

د کار د اغیزناکتیا زیاتول، د روزنې د اړتیاوو ټاکل او د ظرفیت لوړول

په زیربناوو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د تګلارو او کړنلارو ډیزاین، ترتیب او پلي کول

د انټرنیټي خدمتونو او معلوماتي ټکنالوژۍ د زیربناوو کنټرول، څارنه او پاملرنه

په شبکه او زیربنا کې د تخنیکي ننګونو ارزونه، د حل لارو پیدا کول او د ننګونو له منځه وړل

مستقیم آمر ته د مسلکي او تخنیکي مشورو وړاندې کول او د موخو او پروګرامونو د تحقق په اړه د تصمیم نیول

د معلوماتي ټکنالوژۍ د پروژو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د سافټویرونو او وسایلو تخنیکي ارزونه

د سرورونو د تخنیکي او فني ستونزو له حل څخه ډاډ ترلاسه کول او له بهرنیو زیانونو څخه یې مخنیوی کول

کړنلارو او لارښودونو ته پراختیا ورکول او اړوندو برخو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د اړینو خدمتونو وړاندې کول

په رسمي چارو کې د معقولې کارونې لپاره د فعال ساتنې په موخه د سرورونو او شبکې د تخنیکي چارو څارنه کول

د DR ویب پاڼې او د اړوندو سیستمونو د بیک اپ څارنه او کنټرول

د برېښنا سیستمونو، جنراتور او د سرور فارم لپاره د اړین UPS له فعال پاتې کیدو څخه څارنه او ډاډ تر لاسه کول

د برېښنایي پیسو د ادارو د نښلون په اړه د ISID او عملیاتي مدیریتونو سره همغږي کول

د معلوماتي ټکنالوژۍ د سیستمونو د غوره تجهیزاتو په اړه د معلوماتي ټکنالوژۍ د آمریت د اړتیاوو ارزونه

د معلوماتي ټکنالوژۍ په پراختیا کې د پلان شویو پروژو لپاره د وړاندیزونو په ترتیب او تنظیمولو کې همکاري کول

د نورو هغو اړوندو دندو ترسره کول چې د ادارې له قوانینو، مقرراتو او موخو سره سم د چارواکو لخوا ورسپارل کیږي

د کاري پلانونو چمتو کول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د بست اړین شرطونه

د زده کړې درجه او رشته: په کمپیوتر ساینس او مالوماتي ټکنالوجۍ کې لیسانس او د ماسټرۍ سند لرونکي ته ترجیح ورکول کېږي.

تجربه:

د دندې اړوند (4) کلنه تجربه

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د مدیریتي او رهبرۍ د مهارتونو درلودل، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندل، په وینا کې فصاحت او بلاغت او د پروپوزلونو د ترتیبولو او د پروژو د اداره کولو د وړتیا درلودل، د دندې د محرمیت ساتل او د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهاوی.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

صادقه، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي او ښه همغږي رامنځته کوي.

یادونه:

نوټ: درخواست کوونکي یوازی ددې Jobs.dab.gov.af  ویب سایت له لاری باید اول  ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست ته اپلای وکړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies