د تش بست خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۳
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د شپې شفټ د آپلیکیشن ارشد آفیسر

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

گریډ: اووم )۷(

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د  ربیع الثاني ۲۸

د پای نېټه: ۱۴۴۷ د جمادي الاول ۱۳

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

د بانکي قوانینو او مقرراتو او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره د سیستمونو د نصب او تنظیم مدیریت کول؛

له اړونده برخو سره په ځانګړې توګه د آپلیکېشنونو د سیستمونو په برخه کې د کاري بهیر د آسانتیا په موخه د اړیکې او همغږۍ ټینګول؛

د سیستمونو په اړه د معلوماتو وړاندې کول او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم اړوندو برخو ته د هغې د اصلاح لپاره سپارښتنه کول؛

د بانکي آپلیکېشنونو څارنه او ارزونه او د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې د هغه حلول ؛

اړوندو برخو ته د شته بانکي آپلیکېشنونو او پراختیا ورکړل شویو آپلیکیشنونو د کارونې په اړه لارښوونه کول؛

په وینډوز او لینکس سیستمونو کې د آپلیکیشنونو هاسټ کول؛

د شته سیستمونو د بک آپونو ترتیبول او کنترولول او له ټاکل شوي پلان سره سم یې د بک آپ اخیستل؛

د نویو بانکي سیستمونو او نورو سیستمونو د پلي کېدو څارنه او د هغوی د ستونزو ترلاسه کول او حلول؛

په مرکز او ولایتونو کې په فزیکي بڼه د سیستمونو د ستونزو حلول؛

د سرور د سیستمونو لکه IIS, Apache, Tomcat, Nginx, Load balancer, DNS کنترولول؛

د زېرمې د سیستمونو کنترول او د هغې د بک آپونو کنترول او  د virtualized in window and Linux سیستمونو او د containerization and docker سیستمونو څارنه؛

د آپلیکېشنونو د پلانونو، راپورونو، تګلارو او کړنلارو ترتیب او تنظیمول؛

له مستقیم مدیر سره په همغږۍ او د کاري مسوولیت په ساتنې سره د شفټ اړوند چارو تسلیمي اخیستل او تسلیمي ورکول؛

د اړوند مدیریت د کړنو د پرمختګ او لاسته راوړنو په اړه د اوونیز، میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا په صورت کې راپورونو راټولول، یوځای کول او ترتیبول؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنپاڼو او نورو اداري لیکونو لیکل، تنظیمول او په دقیق او منظم ډول په دوسیو او کارتنونو کې د هارډ او سافټ کاپي په بڼه ساتنه او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر په لارښوونه په ټاکلي وخت د هغې طی مراحل؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لیسانس او د اړوندو تخصصي اسنادو درلودل.

تجربه:

د دندې اړوند (2) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد په رسمي ژبو او انګلیسي ژبې بلدتیا؛

د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

د پروګرام او د پروګرام لیکنې ژبو، آپلیکېشنونو، شبکې، سافټویرونو او نورو اړوندو مواردو سره بلدتیا؛

د اړیکو او بحران مدیریت وړتیا درلودل؛

د معلوماتي سیستمونو او نوې تکنالوژۍ څخه دقیق پوهاوی؛

د لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکنې وړتیا؛

په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛

د کاري مسوولیتونو درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندنه؛

د دندې محرمیت ساتنه؛

د افغانستان بانک د دندو په اړه د پوهاوي درلودل؛

د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو او د معلوماتي تکنالوژۍ نورو برخو سره بلدتیا؛

د پروګرام لیکنې د ژبو لکه ASP.net,php,jave,python سره بلدتیا؛

د server administration and hypervisor management سره بشپړه بلدتیا؛

په وینډوز او لینکس عامل سیستم کې د system administration پروګرامونو او د معلوماتي تکنالوژۍ د کنترول سیستم او د هغې د نورو برخو سره بلدتیا.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښې بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies