د عامل پلاوي تر مشرۍ لاندې د روانو پروژو په اړه غونډه وشوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۸ - ۱۲:۵۵
د عامل پلاوي تر مشرۍ لاندې د روانو پروژو په اړه غونډه وشوه

کابل - د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۸ مه، په هغه غونډه کې چې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ جوړه شوې وه په کې د افغانستان بانک په اډانه کې د روانو او نویو شروع کېدونکو پروژو په اړه بحث وشو.

په دغه غونډه کې د مالي استحکام پروژو د آمریت له لوري په دې بانک کې د روانو او نویو شروع کېدونکو پروژو په اړه پریزنټیشن وړاندې شو چې د افغانستان بانک عامل پلاوي ته یې د روانو چارو په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي خلیل صدیق له اړوندو آمریتونو وغوښتل چې روانې پروژې په خپل وخت بشپړې او بریالیتوب ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو آمرینو هم د روانو چارو په اړه خپل معلومات د افغانستان بانک د عامل پلاوي سره شریک کړل.

پاتې د نه وي چې په دغه غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر، دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي او د اړوندو آمریتونو آمرینو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته