د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د روزونکو لپاره د مالي پوهې په اړه د  ورکشاپ جوړول

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۱۵:۳۰
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د روزونکو لپاره د مالي پوهې په اړه د  ورکشاپ جوړول

کابل، د لیندۍ19 مه- د افغانستان بانک د مالي خدمتونو د لاسرسي آمریت د لیندۍ له 17 څخه تر 19 نیټې پورې د کلیو  بیارغونې او پراختیا وزارت روزونکو ته د مالي سواد او زده کړو درې ورځنی ورکشاپ په لاره واچوه.

په دې ورکشاپ کې د مالي خدمتونو، مالي موضوعاتو، مالی او بانکي محصولاتو او خدمتونو، مالي مؤسسو او په اقتصادي وده کې د دوی د رول له لارې د اشخاصو، کورنیو او متشبثینو د ژوند په ښه والي کې د مالي پوهې د رول، د مالي مؤسسې او د اړتیا وړ مناسب محصول د ټاکنې پر مهال د مهمو مواردو او د مالي خدمتونو د کارونې د څرنګوالي په اړه بحث وشو او په دې برخه کې ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې شول.

د یادونې وړ ده چې د دې پروګرام په پای کې ګډون والو ته تصدیق پانې هم ووېشل شوې.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته