د کوچنیو تمویلاتو په تړاو د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۵۷
د کوچنیو تمویلاتو په تړاو د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د مالي مؤسسو د تنظیم او ښه والي او اسلامي مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسي په برخه کې په  دوامداره توګه هلې ځلې کړې دي. د کوچنیو اسلامي مالي تمویلاتو د خدمتونو د تنظیم په موخه یوه هر اړخیزه مقرره ترتیب او د دې لینک له لارې https://tinyurl.com/246wbkhy  د افغانستان بانک په ویب پاڼه کې خپره شوې ده. ټول هغه شرکتونه، مؤسسې او سوداګر چې غواړي د کوچنیو اسلامي مالي تمویلاتو په سکتور کې پانګونه وکړي، کولای شي د یادې مقررې د شرایطو په پام کې نېولو سره، د افغانستان بانک څخه د فعالیت جواز تر لاسه او د کوچنیو مالي تمویلاتو خدمتونه وړاندې کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته