په ختیځ زون کې د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو ته نوي جوازونه وویشل شول

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۱۶:۲۸
په ختیځ زون کې د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو ته نوي جوازونه وویشل شول

۱۴۴۴ صفرالمظفر۱ مه - د افغانستان بانک د ختیځ سیمه‌یېز زون لخوا ننګرهار کې ۲۵ صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو ته نوي جوازونه وویشل شول.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د افغانستان بانک په ختیځ زون کې جوړ شوي وو، د ختیځ زون آمر ښاغلي قاري وفي الله د صرافیو او د پولي خدمتونو د شرکتو د جوازونو په ارزښت خبرې وکړې او د دې زون له صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو څخه یې و غوښتل چې د خپلو چارو د پرمختګ او ښه والي په موخه د افغانستان بانک څخه نوي جوازونه تر لاسه کړي.

ښاغلي وفي الله یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته