د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۷:۱۵
د افغانستان بانک خبرتیا!

ګرانو هیوادوالو:

د افغانستان بانک غواړي چې ستاسې د راکړو ورکړو په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د لسو او شلو افغانیو مندرس بانکنوټونه راټول او په بدل کې یې بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې کړي. دا پروسه د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي میاشتې له ۱۶ نیټې څخه پیلیږي او په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک او د سوداګریزو بانکونو ټولې څانګې اړ دي ترڅو د لسو او شلو انواعیو مندرس بانکنوټونه ترلاسه او د ټاکل شوې کړنلارې سره سم یې له کوم فیس یا کمیشن څخه پرته په نوو بانکنوټونو بدل کړي.

د مندرسو بانکنوټونو مشخصات:

۱-هغه بانکنوټونه چې ظاهري شکل یې په بشپړه توګه بدل شوی وي.

۲-هغه بانکنوټونه چې یوه برخه یې څیرې شوې وي خو د واټرمارک او دواړو لاسلیکونو په شمول یې ۶۰ سلنه موجوده وي.

۳- هغه افغاني بانکنوټونه چې پر زیاته برخه یې رنګ پرېوتی وي یا ډیر لیکل پرې شوي وي یا یې د غیرمترقبه حوادثو په پایله کې زیاته برخه له منځه تللي وي او یا یې ظاهري بڼې تغیر کړی وي خو اصلیت یې د پیژندنې وړ وي.

۴- هغه بانکنوټونه چې د ډیرې کارونې له امله په بشپړه توګه زاړه (مړاوي) شوي وي، په ګڼو برخو یې اشکاسټیپ لګول شوی وي او د نوټ شمیرنې ماشینونو کې د شمیرلو وړ نه وي.

د بدلولو څرنګوالی:

۱- ګران هیوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک یا د سوداګریزو بانکونو یوې څانګې ته مراجعه وکړي او تر (۱۰۰۰۰) لس زره افغانیو پورې د ۱۰ او ۲۰ انواعیو مندرس افغاني بانکنوټونه پرته له کوم فیس څخه په نوو بانکنوټونو بدل کړي.

۲- هغه شرکتونه او افراد چې د لس زره افغانیو څخه د زیات مبلغ مندرس بانکنوټونه په نوو بانکنوټونو بدلول غواړي، اړ دي چې د لس زره افغانیو څخه زیاتې مندرسې پیسې په خپل بانکي حساب کې جمع او د خپلو تادیاتي وجایبو د اداینو په برخه کې یې وکاروي. همداراز، دوی کولای شي هر وخت چې وغواړي په خپل بانکي حساب کې د جمع شوي یاد مبلغ په بدل کې د کوم محدودیت څخه پرته په خپله خوښه په یو وار د ټول مبلغ او یا په لږه اندازه په نغدي بڼه سالمې پيسې ترلاسه کړي. په دغه صورت کې ضروري نه ده چې مندرسې پیسې دې په ورته انواعیو بدلې شي بلکه بانکونه کولای شي چې مشتریانو ته د هغوی د مندرسو بانکنوټونو په بدل کې د نورو انواعیو درلودونکې سالمې پيسي ورکړي.

له ستونزو سره د مخ کېدلو په صورت کې:

د افغانستان بانک د دې خبرتیا سره سم د ۱۰ او ۲۰ انواعیو افغاني بانکنوټونو د بدلولو پر مهال د هیوادوالو د ستونزو حل کولو په موخه په مرکز او ولایتونو کې لاندې ذکر شوې شمیرې له تاسې سره شریکوي ترڅو یادو شمیرو سره د اړیکو نیولو له لارې ستاسې ستونزو او شکایتونو ته پروخت رسیدنه وشي.

۱- په مرکزي زون کې د کابل، کاپیسا، لوګر، پنجشیر، پروان، بامیان او میدان وردګ ولایتونه    (۰۷۰۲۸۳۴۴۹۲)

۲- په شمالي زون کې د بلخ، میمنې، شبرغان، سرپل او سمنګانو ولایتونه                            (۰۷۸۲۳۳۳۳۴۵  / ۰۷۹۸۴۰۶۳۰۰)

۳- په شمال ختیځ زون کې د کندز، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونه                                  (۰۷۶۶۸۸۳۲۳۲ /  ۰۷۶۶۴۱۶۹۵۶)

۴- په ختیځ زون کې د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونه                                     (۰۷۳۱۲۸۲۳۱۶    /   ۰۷۷۲۹۱۶۱۲۰)

۵- په سویل ختیځ زون کې د پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونه                                 ( ۰۷۶۶۴۶۳۰۵۰     /  ۰۷۳۰۲۷۰۲۷۰)

۶- په سویل لویدیځ زون کې د کندهار، ارزگان، هلمند، زابل او دایکندي ولایتونه                 (۰۷۶۶۴۳۶۰۶۰ /   ۰۷۰۰۸۴۸۲۸۲)

۷- په لویدیځ زون کې د هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور ولایتونه                              (  ۰۷۹۹۸۲۷۹۷۹   /    ۰۷۹۹۸۸۴۲۰۴)

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته