د تش بست خبرتیا

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۷:۱۱
اعلان بست خالی

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

دنده: پلټونکی (آډیټور)

آمریت: د ټولو ناظر آمریت

ګریډ: اتم ) ۸(

د پيل نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده ۱۰

د پای نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده ۲۴

دندې او مسئولیتونه

• په میاشتني او درې میاشتني ډول د کاري پلان پلي کول، د داخلي پلټنې د کلني پلان د طرحې لپاره د مهمو معلوماتو وړاندې کول او له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره د اړوندو اداري او تقنیني سندونو په تعدیل کې همکاري کول

• د عامل پلاوي او عالي شورا د تصویبونو له تحقق او د بانک د اداري واحدونو لخوا د چارو په ترسره کولو کې د افغانستان بانک له قوانینو او مقرراتو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره په لوړه کچه د پلټنې ترسره کول

• د بانک د اداري واحدونو د چارو د پلټنې په موخه د قوانینو، مقرراتو او کاري کړنلارو پر بنسټ د مرکزي بانک د دفترونو د سندونو راټولول او شننه

• پر خپل ټاکلي وخت د سندونو د پلټنې په موخه د شعبو له مسئولینو او ښکیلو کارکوونکو سره همغږي او د اړیکو ټینګول

• د مقرراتو او کړنلارې پر بنسټ په قیدي ډول د پلټنې لاندې دفترونو د چارو د صحت تعقیب او اداره کول او د ستونزو د موندلو په صورت کې مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د راپور ترتیب، تنظیم او وړاندې کول

• د مقررې او کاري کړنلارو پر بنسټ په قیدي ډول د بېلابېلو نېټو د سندونو پلټنه او د پلټنې د بشپړتیا او د صحت په پام کې نیولو سره له طرحه شوي پلان سره د پلټنې د پایلې تطبیقول

• د ضمایمو د سندونو د بشپړتیا، د هغو سندونو د بیاکتنې چې په قیدي ډول راټول شوي دي او د حسابونو د دفترونو په پام کې نیولو سره د پلټنې د مواردو په اړه مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته مفصل راپور ترتیب او وړاندې کول

• د اړوندو برخو د نظر د څرګندولو په موخه د پلټنې لاندې شعبو ته د پلټنې د پایلو لیږل او ورسره همغږي کول او د اړوندې برخې د نظر تر څرګندولو وروسته د ټولو ناظر تر سرلیک لاندې د نهايي راپور ترتیبول

• د هېواد په دننه او بهر کې له روزنیزو پروګرامونو څخه په ګټې اخیستنې سره مسلکي زده کړه ترلاسه کول او همداراز د مسلکي بنسټونو غړیتوب ترلاسه کول او د ادارې له ټولو همکارانو سره د معلوماتو شریکول

• د پلټنې د پلانونو ترتیب او پراختیا او د پلټنې له کمیټې سره همکاري کول، د کاري بهیر د ښه والي، روڼتیا، حساب ورکونې او د افغانستان بانک د ټولیزو موخو د لاسته راوړلو په موخه د قوانینو، مقرراتو او کاري کړنلارو پر بنسټ د مرکزي بانک د سندونو او دفترونو پلټل او له پلټنې وروسته یې تعقیبول

• مستقیم مدیر او واک لروکي آمر ته د راپور د وړاندې کولو په موخه د استعلام او د پلټنې لاندې شعبو څخه د غوښتل شوو ضمایمو ترتیب او تنظیم

• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم یې پر ټاکلي وخت کې طی مراحل کول

• د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کره او منظمه توګه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو، د پلټنې د راپورونو او نورو اداري لیکونو ترتیب، تنظیم او ساتنه

• د کاري پلانونو تنظیمول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپورونو وړاندې کول

• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي.

د زده کړو کچه:

• په اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او یا محاسبه او حقوقو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه:

• د دندې اړوند (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

• له ملي ژبو او انګلېسي سره بلدتیا؛

• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛

• د کاري مسئولیتونه درکول او په کاري ساحو کې د ستونزو په ګوته کول؛

• په خبرو کې فصاعت او بلاغت؛

• د پروپوزلونو د ترتیبولو او پروژو د مدیریت وړتیا؛

• د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه درلودل؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

• د پروپوزلونو د ترتیبولو او د پروژو د مدیریت وړتیا؛

• له عملیاتي چارو سره بلدتیا؛

• د دندې د محرمیت ساتل؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

• رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies