د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۵۵
اعلان بست خالی

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

دنده: د نیمروز ولایت څارونکی

آمریت: د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت

ګریډ: اووم ) ۷(

د پيل نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده ۱۰

د پای نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده ۲۴

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه

• په اړوند ولایت کې په چټکۍ سره په اغېزناکه او ګټوره توګه د زون په کچه د غیر بانکي مالي مؤسسو د چارو پرمخ وړل؛

• د چارو مدیریت او په اړوند ولایت کې د آمریت د پلان په پلي کولو کې فعاله ونډه اخیستل؛

• د کاري بهیر د آسانتیا په موخه له اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو نیول؛

• د کلني پلان پر بنسټ د اړوند ولایت او ولسوالیو د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو څارنه؛

• د نوو جوازونو د اخیستلو، د موقعیت بدلون، د کار د بدلون او نورو مواردو په موخه د سندونو راټولول او طی مراحل کول؛

• په اړوندو چارو کې د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د ستونزو حل او لارښوونه؛

• د څارنیز راپور چمتو کول او له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره یې شریکول؛

• د صرافۍ او پولي خدمتونو د کړنو د ترسره کولو د اړوندو قوانینو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د ساحې دننه څارنو کې ګډون کول؛

• د سندونو تنظیمول، په ډیټابیس کې د معلوماتو ثبتول او له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره یې شریکول؛

• له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره د ساحې دننه څارنیزو راپورونو شریکول؛

• د دوره یي راپورونو ترلاسه کول او په اړوند ډیټابیس کې یې ثبتول او له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره یې شریکول؛

• په هغو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول چې د بانک یا اړوندو ادارو لخوا جوړیږي؛

• د اړوندې برخې د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او د مراجعې او اقدام په پام کې نیولو سره یې پر ټاکلي وخت طی مراحل کول؛

• د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کره او منظمه توګه په دوسیو او کارتنونو کې د اړوندې برخې د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو تنظیم او ساتنه؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپورونو وړاندې کول؛

• د مسئولیتونو په محدوده کې د دندو ترسره کول او په اړوندو مسایلو کې په خپلواکه توګه د چارو ترسره کول، د پلانونو ترتیبول، تنظیمول، بیاکتنه او پلي کول؛

• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي.

د زده کړو کچه:

• په اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او یا محاسبه کې لیسانس درلودل.

تجربه:

• د دندې اړوند (۲) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

• د دندې د محرمیت ساتل؛

• له ملي ژبو او انګلېسي سره بلدتیا؛

• د مدیریتي مهارتونو درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

• رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

.د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي

Related VacanciesShow all

Back to vacancies