د تش بست خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۴
اعلان بست خالی

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د ندې عنوان: د پوستکالي د انجینرۍ ارشد آفیسر

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

گریډ: اووم ) ۷(

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده الحرام ۱۱

د پای نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده الحرام ۲۵   

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئوليتونه

• د (SDLC) پوستکالي د پراختیا د بشپړ لایف سایکل عملي کول؛

• د اړتیاوو او حل لارو د پېژندلو لپاره د سیستمونو، طرحو او مستنداتو د پراختیا په اړه د سندونو جوړول؛

• د هغو کوډونو جوړول چې په ښه ډول طرحه شوي، د آزمایښت وړتیا لرونکي او د کوډ لیکلو له معیارونو سره سمون لرونکي وي؛

• د اړتیاوو د پېژندلو او د مناسبو حل لارو د وړاندې کولو لپاره د پراختیا ورکولو د پروسې د ډیاګرامونو طرحه کول، د سیستمونو د طرحې او اړین مستندونه جوړول؛

• د پوستکالي د اجزاوو په داسې یو سیستم کې مدغم کول چې په بشپړه توګه عملي بڼه ولري،

• د یو بشپړ او اغېزناک سیستم د جوړولو لپاره د پوستکالي د بېلابېلو برخو مدغم کول؛

• د ارزونې او د پوستکالي په سمه توګه له کار کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د آزمایښت د پروګرامونو او د کیفیت د ډاډمنتیا د میتودونو طرحه کول؛

• د پوستکالي د فعالیت او ځانګړنو اړوند مستنداتو ساتل؛

• د شته سیستمونو د ستونزو حل کول او ارتقاء ورکول؛

• د شته سیستونو د ستونزو پېژندل او حل کول او د یادو سیستمونو نوي کول؛

• د پروژې د پروګرامونو او د ټکنالوژۍ د معیارونو په پام کې نیول؛

• له نوو ځانګړنو سره د پوستکالي له اپډیټ کولو څخه د ډاډ ترلاسه کول؛

• د مکتوبونو او سندونو ساتل؛

• د کاري پلانونو ترتيبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي.

د زده کړې کچه:

• د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس او د دندې اړوند تخصصي سندونو درلودل او په یادو برخو کې د ماسترۍ سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

• د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

• د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا؛

•  د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

• په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛

• د کمپیوټر له Python, Django, .Net, React, Java+SpringBoot پروګرامونو سره بلدتیا؛

• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

• د کاري مسئولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل؛

• د دندې محرمیت ساتل؛

• د افغانستان بانک د دندو او موخو په اړه پوهاوی درلودل؛

• د هغو عملي پروګرامونو د طرحه او پلي کولو وړتیا درلودل چې د کاروونکي تعاملات په ښه ډول اداره کړي؛

• د پوستکالي د پراختیا لپاره د پروګرام لیکلو په یوه یا څو ژبو واک درلودل؛

• د معلوماتو د ډیټابیسونو په طرحه او مدیریت کولو واک درلودل او د معلوماتو له ډیټابیس سره د اړیکې لپاره د ORM ټکنالوژیو کارول؛

• د ویب د عملي پروګرامونو د پراختیا او پلي کولو لپاره د ویب د فریم ورکونو د کارولو وړتیا؛

• د آزمایښت پر بنسټ د پوستکالي د پراختیا ورکولو له میتود سره بلدتیا چې له کوډ لیکلو څخه وړاندې د واحدو آزمایښتونو لیکل پکې شامل دي؛

• د پراختیا او آزمایښت د پروسو د ښه کولو لپاره د پوستکالي د مهندسۍ په بېلابېلو ابزارونو تسلط درلودل؛

• د پوستکالي د اړتیاوو او ځانګړنو لپاره د کره او بشپړو مستندونو د چمتو کولو او ساتلو وړتیا درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

• رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies