د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
اف پی کارت هېوادوالو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه په پام کې نیول شوی دی. کارت اف پی، بمنظور ایجاد سهولت هر چه بیشتر برای هموطنان در نظر گرفته شده است.

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال هم دی ترسره شوه. په دې غونډه کې د هېواد د پولي سیاستونو، د بانکي سکتور د وضعیت، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، د برېښنایي بانکوالۍ د ودې او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراخولو په اړه هر اړخیزې پرېکړې او بحثونه وشول.

غونډه د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد په پرانیستونکې وینا پیل شوه. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د اغېزناکو پولي سیاستونو پر پلي کولو، د بانکي سکتور د اوسني وضعیت پر ارزونه، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره پر روانو هڅو، د برېښنایي بانکوالۍ پر ودې او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر پراخولو ټینګار وکړ.

ښاغلي صدیق الله خالد د افغانۍ د ارزښت او ثبات په اړه وویل چې افغانۍ د تېر کال په اوږدو کې د نړیوالو اقتصادي کړکیچونو سره سره د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو په پرتله خپل ثبات ساتلی دی. د نوموړي په وینا، دغه پرمختګ د افغانستان بانک د اغېزناکو، سنجول شویو او هدفمندو پولي سیاستونو د تطبیق څرګند ثبوت دی.

نوموړي همداراز د بانکي سکتور د وضعیت په اړه څرګنده کړه چې په روان کال کې په بانکونو کې د خلکو د امانتونو کچه  لوړه شوې او په دې سکتور کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه پرمختګونه د بانکي سکتور د پیاوړتیا، ثبات او د خلکو د باور د زیاتوالي څرګندونه کوي.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو سکتوري آمریتونو له‌خوا د ۱۴۰۵ لمریز کال په تېرو میاشتو کې د ترسره شویو فعالیتونو راپورونه وړاندې شول. په دغو راپورونو کې د پولي سیاستونو د تطبیق، د بانکي او غیربانکي مالي سکتور د پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، د اداینو سیستم د پرمختګ او نورو اړوندو برخو لاسته راوړنې، وړاندیزونه او شته ننګونې په هر اړخیز ډول وڅېړل شول.

همداراز، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د کاري پلانونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه بحثونه وشول او د چارو د لا اغېزناک پرمختګ، د کاري بهیرونو د ښه والي او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په موخه د نظرونو او وړاندیزونو تبادله ترسره شوه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا د دې بانک د پرېکړو تر ټولو لوړه واکمنه مرجع ده، چې په کال کې څلور ځله غونډې کوي. دغه شورا د پولي سیاستونو، بانکي سکتور او مالي نظام اړوند مهمې موضوعګانې ارزوي او د هېواد د پولي او مالي ثبات د ټینګښت لپاره بنسټیزې پرېکړې کوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته