"د استازې له لارې بانکدارۍ" په اړه لمړنۍ مشورتي غونډه جوړه شوه

dab_admin
یکشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۱ - ۱۴:۲۹
Da Afghanistan Bank

کابل، 1397 د لیندۍ 7 نیټه- د  افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر تر مشرۍ لاندې د استازي له لارې  د بانکدارۍ مشورتي غونډه جوړه شوه. په دې ِغونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر وویل چې دا مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې  بانکنونه د خپل خدمتونو یو برخه د استازي له لارې عرضه کوي. دا کار د دې لامل کیږي  چې په هغه سیمو کې چې د بانکونو تر پوښښ لاندې نه دي بانکې خدمتونه عرضه شي. ورپسي د مالي خدمتونو د پراختیا  عمومي آمر ښاغلي میر احمد شکیب د استازي له لارې د بانکدارۍ په هکله وضاحت ورکړل او وویل چې نن ورځې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د استازي له لارې بانکدارۍ د پراختیا په حال کې ده. دا کار د بانکونو د عملیاتې لګښتونو، د راکمولو، مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسۍ د زیاتولو، په هغو سیمو کې چې د بانکونو نمایندګۍ نشته دي، د بانکي خدمتونو وړاندې کول او هم د رسمي مالي خدمتونو ته د کارولو فرهنګ تقویه کولو په برخه کې ډیر اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه چې د استازي له لارې په بانکدارۍ کې، بانکونه خپلې ځینې خدمتونه لکه په بانکې حساب کې د پېسو اچول، د بانکي حساب نه د پېسو اخیستل، د پېسو لیږد رالیږد، د حساباتو د پرانیستلو فرمایشونه، ډبټ کارت، کریډټ کارت، د بانکې صورت حساب د لنډو معلوماتو تر لاسه کول او ځیني نورو خدمتونه په غیر مستقیمه توګه د تشبثاتو له لارې لکه پوسته خانې، د بیمې شرکتونو د نمایندګیو له لارې، مغازې، درملتونونه او د سیاحتي شرکتونو د نمایندګیو له لارې عرضه کوي. له همدې امله د دې خدمتونو د عرضې لګښت راکمیږي او په هغو سیموکې چې  بانکي خدمتونه محدوده دي، مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسۍ زیاتیږي.        

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته