د بازار عملیات لوی آمریت

لیدلوری: د پانګې د ساتلو په موخه د اسعاري زېرمو د مدیریت د یو منظم سیستم درلودل، د اسعاري نغدینګۍ تأمینول او د افغانۍ ارزښت د ټیکاو ساتلو په موخه د مناسبې ګټې ترلاسه کول او د پولي سیاست اغېزناکه پلي کول.

ماموریت: د اسعاري زېرمو مدیریت، د اسعارو او د بیه لرونکو پاڼو د لیلامونو په ترسره کولو سره د پولي سیاست پلي کول، دولتي او نیمه دولتي ادارو لپاره د اعتبار لیکونو صادرول او د اړوندو منظور شویو کړنلارو پر بنسټ د رسمي تبادلې د نرخونو خپرول، دي.

موخې:

د بازار عملیاتو لوی آمریت لاندې موخې لري:

د پولي سیاست اغېزناکه پلي کول؛

د نړیوالو اسعاري زېرمو مدیریت؛

د اسعاري کافي سیالیت تأمینول؛

دولتي او نیمه دولتي ادارو ته د اعتبار لیکونو برابرول؛

د شرایطو وړ بانکونو لپاره د شپني او اعتباري اسانتیاوو مدیریت کول؛

د افغانستان بانک اړوندو امریتونه او وړ بانکونو ته د لازمو بانکي اسانتیاوو برابرول؛ او

د رسمي تبادلې نرخ په منظمه توګه خپرول.

جوړښت:

د بازار عملیات لوی آمریت (۲۲) تنه کارکوونکي لري چې د دندو د لایحو په پام کې نیولو سره په لاندې پنځو مدیریتونو کې په دندو ګمارل شوي دي:

۱. د اسعاري زېرمو د تنظیم مدیریت

د دې مدیریت بنسټیزې دندې عبارت دي له:

د اسعاري زېرمو مدیریت او پانګونه او په اړه یې د دوره اي راپورونو جوړول؛

له معامله لرونکو بانکونو او اړوندو بهرنیو مالي ادارو سره د منظمو اړیکو ساتل؛

د اسعاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کافي اسعاري زېرمو له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د پانګې اچونې کمېټو د غونډو همغږي کول؛ او

د پانګونو او امانتونو اېښودلو د بهیر څارل.

۲. د اسعاري زېرمو د خطرونو د شننې مدیریت

د دې مدیریت بنسټیزې دندې عبارت دي له:

د اسعاري زېرمو د خطرونو مدیریت کول؛

د خطرونو د مدیریت د دوره اي راپورونو جوړول؛

د اسعاري زېرمو د خطرونو په اړه د دوره اي تحلیلي راپورونو چمتو کول؛

د نړیوالو بازارونو او د پانګونې د فرصتونو په اړه څېړنې؛ او

د نړیوالو بازارونو او د اسعاري زېرمو د پانګونې فرصتونو په اړه څېړنې کول؛ او

په دوره اي توګه، د اسعاري ټوکرۍ د شاخصونو بیا انډولول.

۳. د اسعارو لیلام او تبادلې نرخ مدیریت

د دې مدیریت بنسټیزې دندې عبارت دي له:

د رسمي تبادلې نرخونو جوړول او په دې اړه د اړوندو ادارو پوښتنو ته ځواب ورکول؛

د تبادلې نرخ اړوندو مواردو په تړاو له بازار څخه د منظمو سروې ګانو په لاره اچول؛

له اړوندې مقررې او کړنلارې سره سم د اسعارو لیلامونو په لاره اچول؛ او

د لیلام اړوندو مواردو په تړاو په لیلام کې له ګډون کوونکو، ملي او نړیوالو ادارو سره رسمي اړیکې (مراوده) درلودل.

۴. د بیه لرونکو پاڼو او بانکی اسانتیاوو مدیریت

د دې مدیریت بنسټیزې دندې عبارت دي له:

د اړوندې مقررې او کړنلارې سره سم د لیلامونو مدیریت کول او د بیه لرونکو پاڼو او بانکي محصولاتو اخیستل؛

له اړوندې مقررې سره سم د بیه لرونکو پاڼو د دویمي بازار څارل؛

د اړوندو امریتونو او وړ بانکونو ته د بانکي اسانتیاوو برابرول؛ او

د اړوندو کړنلارو سره سم د الزامي زېرمو عیارول او د مالي ادارو د نور مکلفیتونو د مراحلو طی کول.

۵. د اعتبار لیکونو مدیریت

د دې مدیریت بنسټیزې دندې عبارت دي له:

دولتي او نیمه دولتي ادارو لپاره د اعتبار لیکونو صادرول او د وضعیت په اړه یې راپور ورکول؛

د اعتبار لیکونو لپاره د تعدیل، لغوې او اداینې د اسانتیاوو برابرول؛ او

له اړوندو ادارو او معامله لرونکو بانکونو سره د اعتبار لیکونو اړوند موضوعاتو په تړاو اړیکي ټینګول.