په د افغانستان بانک کې د اداینو د نویو سیستمونو (ATS (RTGS-ACH په اړه روزنیز پروګرام جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۳:۴۴
په د افغانستان بانک کې د اداینو د نویو سیستمونو ATS (RTGS-ACH) په اړه روزنیز پروګرام جوړ شو

د اداینو د لوی آمریت لخوا د اداینو آمریت، اړوندو آمریتونو او د سوداګریزو بانکونو ۹۲ تنه کارکوونکو ته په دوو پړاونو کې د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۲۷ او د چنګاښ په ۸ نېټو د اداینو د نویو سیستمونو  (ATS (RTGS-ACH په اړه روزنیز پروګرام جوړ او په بریالیتوب سره بشپړ شو.

د  (RTGS (Real Time Gross Settlement سیستم چې د بانکونو ترمنځ د سترو او چټکه معاملو ترسره کول رانغاړي چې د غوره کارکردګیو په ګډون په نړیوالو سټنډرډونو او معیارونو سمبال سیستم دی او د بانکونو ترمنځ د اداینو په برخه کې د بانکي نظام هر ډول اړتیاوو پوره کولای شي.

باید یادونه وشي چې د RTGS سیستم به (ACSS (Afghanistan Clearing Settlement System د اوسني سیستم ځای ونیسي. په همدې ترتیب د (ACH (Automated Clearing House سیستم د بانکونو ترمنځ کوچنۍ معاملې رانغاړي چې د غړو او د سیستم د مشترکینو ترمنځ کوچني اداینیز وسایل تبادله او سنجش کوي او په ټاکلي وخت کې خالصې تصفیې

 (Net Settlement) ته چمتو کیږي او همدا ډول د بانکونو د حسابونو پوزیشن هم په یو ټاکلي وخت کې د  RTGS په سیستم کې نهايي تصفیه کیږي چې په پای کې به د ACH سیستم د CH د اوسني سیستم ځای ناستی شي.  

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته