د افغانستان بانک او مالیې وزارت ګډ خبري کنفرانس

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۱۵:۲۴
د افغانستان بانک او مالیې وزارت ګډ خبري کنفرانس

کابل، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۱ – په بریالۍ توګه د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) د اعتبار د مودې د غځولو (ECF) پروګرام د بشپړېدو په اړه د د افغانستان بانک او مالیې وزارت چارواکو د یو ګډ خبري کنفرانس د لارې له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

په دغه خبري کنفرانس کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر یاد پروګرام د افغانستان لپاره د مالي او بانکي نظام د اعتبار لوړېدو په برخه کې ډېر ګټور یاد کړاو په بریالیتوب سره یې د دې پروګرام بشپړېدل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال په خبره د افغانستان لپاره د پیسو د نړیوال صندوق موخې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په دوو بنسټیزو محورونو کې ځانګړې شوې وې چې د هېواد د اقتصادي ټیکاو تأمینول او د چارو د سمونونو پرمخ بیول په کې شامل وو.

ښاغلي نوشېر زیاته کړه چې په ټیټه کچه کې د انفلاسیون ساتل، د کورنیو عوایدو د راټولولو چټکتیا، د هېواد د اسعاري زېرمو زیاتوالی،د بانکي نظام ټینګښت، مالي مدیریت او د هېواد د عوایدو تنظیم او ښه والی او د پیسو وینځلو او د تروریزم د ملاتړ د مالي سرچینو پر وړاندې مبارزه هغه شرطونه وو چې د پیسو د نړیوال صندوق له لوري افغانستان ته وړاندې شوي وو.

دا پروګرام په شپږو پړاوونو کې پلی کیده چې پر مټ یې افغانستان وکولای شول چې شپږ واړه پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي.

پاتې دې نه وي چې په دې خبري کنفرانس کې د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد همایون قیومي هم د دې پروګرام په اډانه کې د مالیې وزارت د هڅو او لاسته راوړنو په اړه د دغه خبري کنفرانس له برخه‌والو سره معلومات شریک کړل.

نوموړي وویل، په اقتصادي برخو کې د اصلاحاتو راتګ، د مالي سکتور مدیت او اصلاح، په ښه ډول د ملي عوایدو راټولونه، د لوی اقتصاد اغېزمنتیا او له اداري فساد سره مبارزه د حکومت هغه ژمنې وې چې د دې پروګرام د بریالیتوب لپاره یې د نړیوال صندوق سره کړې وې او په بریالۍ توګه یې بشپړې کړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته