د افغانستان بانک ته د پیسو د نړیوال صندوق د منځني ختیځ او مرکزي آسیا د برخې لیک

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۰ - ۱۲:۲۹
د افغانستان بانک ته د پیسو د نړیوال صندوق د برخې منځني ختیځ او مرکزي آسیا لیک

۱۳۹۸ د چنګاښ ۸ مه ـ د افغانستان بانک ته د پیسو د نړیوال صندوق د منځني ختیځ او مرکزي آسیا د برخې لیک راستول شوی چې پښتو ژباړه یې په لاندې ډول خپروو:

ښاغلی خلیل صدیق:

غواړم چې په څو وروستیو کلونو کې د افغانستان بانک د لوی رئیس په توګه د پیسو د نړیوال صندوق د منځنۍ ختیځ او مرکزي آسیا له برخې سره ستاسو د هر اړخیزو او ګټورو همکاریو ستاینه او قدر داني وکړم. مونږ په دې دوره کې چې له ننګونو ډکه وه او تاسو د افغانستان بانک مشري په غاړه درلوده، ستاسو د مسلکیتوب او زیارکښۍ ستاینه کوو. ستاسو اغیزناکې رهبرۍ مرسته کړې چې افغانستان خپل د لوی اقتصاد ټیکاو وساتي او د مالي نظام د پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وکړي.

تاسو د پیسو د نړیوال صندوق له ارزښتمنه شریکانو څخه یاستی او مونږ خوښ یو چې په دې موده کې مو له تاسو سره کار کړی دی.

له فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره، غواړم د ژوند په نورو برخو کې خپلې نیکې پیرزوینې شخصاً تاسو ته وړاندې کړم.

 

په درنښت

جهاد آزور

د منځني ختیځ او مرکزي آسیا لپاره د پیسو د نړیوال صندوق رئیس

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته