د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۵:۳۹
د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه او په کې د سوداګریزو بانکونو اړوند ستونزو، وړاندیزونو، د اسلامي بانکوالۍ  محصولاتو، صعب الحصول پورونو لپاره د میکانیزم پر جوړولو، محدودیتونو کمولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک له رهبرۍ سره شریک کړل او د دې غونډې په اوږدو کې د اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه تر سره شول، حل لارې وړاندې شوې او ژمنه وشوه چې پاتې نورو ته به یې تر راتلونکو غونډو رسیدنه وشي.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو ته وویل چې د افغانستان بانک د قانون او مقرراتو په رڼا کې ژمن دی چې په ټولو هغو برخو کې له سوداګریزو بانکونو سره پوره همکاري وکړي چې د درنو هېوادوالو لپاره د آسانتیا رامنځته کولو په موخه رامنځته کېږي.

باید وویل شي په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود، نوموړي په سوداګریزو بانکونو کې د خلکو پر امانتونو د محدودیتونو د کچې راکمولو اړوند او مندرسو بانکنوټونو د تعویض موضوع په اړه مفصلې خبرې وکړې او د دې بانکونو له استازو یې وغوښتل چې د افغانستان بانک د متحدالمالونو مطابق خلکو ته پیسې ورکړي او د مندرسو بانکنوټونو د تعویض په برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت هم حضور درلود او د بانکي څارنې اړوند د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې د افغانستان بانک له لوري په سوداګریزو بانکونو د څارنې په اړه رڼا واچوله او په دې برخه کې یې په لا زیاتو هلو ځلو ټينګار وکړ.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۷
Background image

په هیواد کې معیاري بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د اسانتیا په موخه د غونډې جوړېدل

۱۴۴۵ ذوالقعدة الحرام ۶ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد اغا په مشرۍ معیاري، ارزانه، آسانه او با کیفیته بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه د افغانستان بانک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۴۰
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 20 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 21 نېټه (1403/02/11) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

بېرته خبرونه ته