د افغانستان بانک سرپرست رئیس له جنوب لویدیځ زون څخه لیدنه وکړه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۱:۳۶
د افغانستان بانک سرپرست رئیس له جنوب لویدیځ زون څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۱ وری ۶ – د افغانستان بانک د زونونو او نمایندګیو څخه د لیدنې او څارنې په لړ کې دا ځل د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس او ور سره پلاوي چې د دې بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلی صدیق الله خالد یې هم ملتیا کوي، جنوب لویدیځ زون ته سفر وکړ او د دې زون له نمایندګیو یې لیدنه وکړه.

د دې سفر موخه داصلاحاتو را وستل، د چارو تنظیم، همغږي، د مدیریتي چارو اغېزناکتیا او د ګروپي کار په وسیله د افغانستان بانک بنسټیزو موخو ته رسېدنه ده.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي له نمایندګیو څخه تر لیدنې وروسته په جنوب لویدیځ زون کې د ټولو نمایندګیو د استازو په ګډون د چارو د لا همغږۍ په موخه غونډه تر سره کړه چې د غونډې په اوږدو کې هر اړخیز بحثونه وشول او د ستونزو د حل په موخه دافغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادريس اړوندو څانګو ته اړینې لارښوونې وکړې.

د افغانستان بانک سرپرست د جنوب لویدیځ زون له کارکوونکو څخه و غوښتل چې د چارو د لا همغږۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دې په پوره مسئولیت، اخلاص او صداقت سره چارې تر سره کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته