د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه!

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۱ - ۱۳:۱
د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه!

د افغانستان بانک ټولو درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې له سوداګریزو بانکونو سره ستاسو امانتونه خوندي دي او اوس مهال د سوداګریزو بانکونو فعالیتونه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پیل شوي دي، ټول سوداګریز بانکونه د افغانستان بانک له لوري د جوړې شوې کړنلارې پر بنسټ خپل فعالیتونه تر سره کوي او ډېر ژر به د بانکي او مالي نظام ټول فعالیتونه نارمل حالت ته را وګرځي.

د افغانستان د اسعاري زیرمو د کنګل کېدو په اړه تر دا مهاله د افغانستان بانک ته د اړوندو مراجعو له لوري کوم رسمي خبر نه دی رسېدلی، دې بانک هم د رسنیو له لارې دا خبر تر لاسه کړی دی. د همدې خبر په تر لاسه کولو سره د افغانستان بانک عامل پلاوی د یادې ستونزې د حل په موخه لاس په کار شوی دی او یاده ستونزه یې د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه کړې ده، په دې اړه لازم اقدامات شوي دي او یاده ستونزه به په نږدې راتلونکي کې ژر تر ژره حل شي.

د افغانستان بانک په هېواد کې د بانکي او مالي نظام د پرمختګ لپاره ژمن دی او د دې بانک رهبري هڅه کوي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره غوره بانکي او مالي اړیکې ولري.

درنښت

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۶ - ۱۶:۲۲
Background image

میلادالنبی صلی الله علیه وسلم مبارک

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی او کار کوونکي د ربیع الاول د میاشتې دولسمه چې د بشر د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زېږېدو ورځ ده، د افغانستان ټول شریف او متدین ملت ته مبارکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۵ - ۱۵:۱۹
Background image

د بانکونو د ټولنې، سوداګریزو بانکونو او د برېښنا شرکت له استازو سره د ګډې غونډې جوړیدل

کابل، ۱۴۰۰ کال د تلې ۲۵ – د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو لوی آمر ښاغلي عبدالواحد جبارخیل په مشرۍ د افغانستان بانک د عالي شورا د غونډو په دفتر کې د بانکونو د ټولنې، سوداګریزو بانکونو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۱۶:۳۱
Background image

د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د یو نوي یمې غونډې جوړیدل

د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي یو نوي یمه غونډه د ۱۴۰۰ کال د تلې د میاشتې په ۲۲ نېټه ترسره شوه. په دې غونډه کې د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د رئیس او د هغه د. . .

بېرته خبرونه ته