د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۷ - ۱۰:۵۴
د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

۱۴۴۳ ذوالحجه ۱۹ مه - د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۳ کال د ذوالحجه د میاشتې په ۲۰ نېټه (۱۴۰۱/۰۴/۲۸) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره په لیلام ډول پلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۶:۲
Background image

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره  غونډه

د ۱۴۴۷ کال د رجب المرجب ۱۴ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه.

په. . .

بېرته خبرونه ته