د امریکا د سیټي بانک له چارواکو سره آنلاین غونډه جوړه شوه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۹:۵
د امریکا د سیټي بانک له چارواکو سره آنلاین غونډه جوړه شوه

۱۴۰۰ کال د وري ۲۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د امریکا د سیټي بانک له چارواکو سره آنلاین غونډه جوړه کړه.

دا غونډه له نړیوالو مالي ادارو او مؤسسو سره د اړیکو د پیاوړتیا او تنظیم او همدا ډول د معلوماتو او تخنیکي همکاریو، بانکي اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو شریکولو او همدارنګه د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پورونو په ورکړه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو او د هېواد د اقتصادي پراختیا او پرمختګ په موخه جوړه شوې وه.

د غونډې په پیل  کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان د ټولیز اقتصادي وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او له افغانستان سره یې د سیټي بانک په ځانګړې توګه د بانکوالۍ په برخه کې له مخکنیو همکاریو مننه وکړه او په دې برخه کې یې پر لا ډېرو همکاریو او د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

د سیټي بانک استازو په دې غونډه کې له افغانستان سره د هر ډول تخنیکي همکاریو، د معلوماتو او تجربو د شریکولو او اغېزناکو بانکي اړیکو د پراختیا ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د تیارۍ ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته