د بانکونو سره د اداینو د ملی سویچ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۳ - ۱۵:۱۸
د بانکونو سره د اداینو د ملی سویچ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

  1397کال د سلواغې میاشت، د سوداګریزو بانکونواستازو، د افغانستان د اداینې سیستم د ادارې مسؤلانو، د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې لوی آمریت او د مالي پراختیا لوی آمریت په ګډون سره د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې موخه د ملي سويچ په توګه د افغانستان د اداینې سیستم د ادارې د نوي حقوقي جوړښت، سوداګریز موډل، تخنیکي موډل او د بانکونو ترمنځ د نښلولو د ګډ عملیاتي  پروسې په اړه د معلوماتو وړاندې کول ؤ.

 د غونډې په پیل کې د افغانستان د اداینې ادارې رئیس ښاغلي مصطفی کاکړ د دې ادارې د نوي حقوقي جوړښت، د غونډې د جوړولودلیل او د افغانستان د اداینې ملي سویچ د نويو شرایطو په هکله معلومات وړاندې کړل. ورپسې د افغانستان د اداینې سیستم ادارې د سواګریزې برخې مسؤل ښاغلي محمد علی اسلمي د ملي سویچ په توګه د دې ادارې نوي جوړښت ، موخو، دندو او د دې سويچ لخوا وړاندې کیدونکو خدمتونو په هکله په تفصیل سره معلومات وړاندې کړل.

په همدې حال کې د افغانستان د اداینې سیستم ادارې د معلوماتي تکنالوژۍ برخې مسؤل ښاغلي مسعود لطیف او د عملیاتي برخې مسؤل ښاغلي اسدالله مشفق د مالي مؤسسو ترمنځ د ګډې عملیاتي او تخنیکي پروسې د نښلولو په هکله خپل توضیحات ورکړل.

 د غوڼدې په پای کې د بانکونو استازو د موضوع په اړه خپلې ستونزې مطرح کړل چې د افغانستان د اداینې سیستم ادارې، د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې لوی آمریت او د مالی پراختیا لوی آمریت د مسؤلانو لخوا اړین توضیحات ورکړل شو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته