د ختیځ زون چارواکو له خوا د افغانۍ د کارونې او اسعارو د مخنیوي په موخه هڅې 

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۲:۷
د ختیځ زون چارواکو له خوا د افغانۍ د کارونې او اسعارو د مخنیوي په موخه هڅې 

کابل ۱۳۹۸ کال، د لړم ۲۸ مه، د افغانستان بانک د افغانۍ د کارونې د طرحې او د اسعارو د مخنیوي په موخه د هېواد په کچه له بېلا بېلا ادارو سره غونډې وکړې چې په پایله کې د ختیځ زون، چیرته چې د افغانۍ د کارونې کمپاین ته ډيره اړتیا لېدل کېږي، چارواکو وکولای شول، چې په دې اړه د افغانۍ د کارونې د همغږۍ غونډه جوړه کړي.

د افغانستان بانک له چارواکو سره له لیدنې وروسته پرله پسې ختیځ زون له د افغانستان بانک سره د دې ملي پروسې د پلي کولو او د اسعارو د مخنیوي په موخه خپله همکاري څرګنده کړه او  په ننګرهار ولایت کې د لړم په ۲۷مه - د ختیځو ولایتونو د والیانو، ولایتي شورا رئیسانو او غړو او د نورو اړونده مسؤلینو ترمنځ په همغږۍ سره د افغانۍ د کارونې او د اسعارو د مخنیوي په موخه د اقداماتو د ترسره کولو لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ختیځ زون اړوندو ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو والیانو له خوا ښاروالانو، د انحصاراتو ادارې چارواکو، اصنافو، صرافانو، سوداګرو، ترانسپورټ او نورو اړوندو اداراتو ته لارښوونه وشوه چې د ولایتي چارواکو د پرېکړې له مخې پخپلو برخو کې د افغانیو رواجولو او کارونې په موخه  لازم اقدامات پیل کړي.

د ننګرهار ولایت والي شاه محمود میاخیل د زون په کچه د اړوندو اداراتو د همغږۍ په ټینګار سره وویل چې ورځ تر بلې به د افغانۍ د کارونې پروسې ته زور ورکړي او تدریجې توګه به په دې اړه اساسي ګامونه پورته شي.

پاتې دې نه وي چې د ننګرهار والي تر دې وړاندې مسئولينو او بېلابېلو قشرونو سره هم د افغانيو بشپړ چلند په موخه ناستې کړې دي او تېره ورځ یې په ننګرهار پوهنتون کې د افغانيو د کارونې په موخه په علمي سمینار کې د افغانۍ په کارونې ټینګار وکړ.

 په دې غونډه کې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د لغمان والي محمد آصف ننګ، د کونړ والي عبدالستار میرزکوال سربېره د دې ولایتونو مرستیالانو د ولایتي شورا غړو، ښاروال، سوداګرو، د اقتصاد پوهنځي استادانو او د یوشمیر نورو اړوندو اداراتو کارکوونکو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته