د خصوصي سکټور د پراختیا د لومړۍ کاري ډلې یوولسمه غونډه جوړه شوه

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۴:۳۴
د خصوصي سکټور د پراختیا د لومړۍ کاري ډلې یوولسمه غونډه جوړه شوه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د وږی ۴ مه– د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ د خصوصي سکټور د لومړۍ کاري ډلې یوولسمه غونډه جوړه شوه.

دا غونډه چې د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه په کې د (۵۰/۵) عمل پلان د دویمې مرحلې په وروستي کولو او د PSD NPP په ارزښت ټاکنه او یو شمېر نورو برخو خبرې اترې وشوې او د ګډونوالو تر منځ د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په یاده غونډه کې ښاغلي رحیمي د خصوصي سکتور په برخه کې د همکارو ادارو تر منځ په لا همغږۍ ټينګار وکړ او په دې برخه کې یې د یادو ادارو ترمنځ همکاري د خورا ارزښت وړ یاده کړه.

په دې غونډه کې د خصوصي سکټور د پراختیا د لومړۍ کاري ډلې غړو هم ګډون کړی وو، پرېکړه وشوه چې د خصوصي سکتور د پراختیا (پرایسک) په راتلونکې غونډه کې به د ترسره شویو پرمختګونو په اړه هر اړخیز پریزنتیشن وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک تل هڅه کړی ده چې په هېواد کې خصوصي سکټور پرمختګ وکړي او دا بانک له بېلابېلو لارو د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته