د چین هیواد له سوداګرو سره غونډه 

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۱۶:۴
.

 ۱۴۴۳ ذوالحجه ۲۵ مه – د افغانستان بانک د ستر اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي پر مشرۍ د چین هیواد د سوداګرو له یوې ډلې سره غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د بانکي اړیکو د پراختیا، راکړو او ورکړو، سوداګرۍ د ودې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعګانو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.
د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی چې له ټولو نړیوالو هېوادونو، په ځانګړې توګه له مالي او بانکي بنسټونو سره د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره بانکي اړیکې ولري او دې اړیکو ته تر بل هر وخت زیاته پراختیا ورکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته