د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د عالي شورا دویمه غونډې ترسره شوه

Mpoya
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۸:۲۲
د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د عالي شورا دویمه غونډې ترسره شوه

کابل، ۱۳۹۹ د چنګاښ ۴- د افغانستان بانک عالي شورا چې د دې بانک د تصمیم نیولو تر ټولو غوره مرجع ده، د ۱۳۹۹ مالي کال دویمه نوبتي غونډه یې د کرونا وایروس د خپریدو د مخنیوي په پام کې نیولو سره په انلاین ډول له لیرې واټن څخه ترسره کړه. دا غونډه چې د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ جوړه شوې وه، په پیل کې د عالي شورا غړو د افغانستان بانک د ریاست په بست کې د ښاغلي اجمل احمدي د ټاکل کیدو مبارکي وویله او دوی ته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه. ورپسې د غونډې په اوږدو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د پلي کېدو څرنګوالی، د بانکي نظام کړنې او د افغانستان بانک او د هېواد د مالي نظام اړوند نور موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول. د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا په کال کې څلور ځله په ربعواره ډول غونډې ترسره کوي چې د یادو غونډو په اوږدو کې د سیاست جوړونې په بېلابېلو موضوعاتو، د بانک د کړنو په طرحې، اجرااتو او لاسته راوړنو باندې بحث او نظرونه سره تبادله کوي او د بانک او د هېواد د مالي نظام د کړنو د ښه والي لپاره اړینې پرېکړې ترسره کوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته