رسنیزه اعلامیه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۹:۲۸
رسنیزه اعلامیه

۱۳۹۹ د سلواغې ۱۴

دا اعلامیه د افغانۍ په نویو بانکنوټونو کې د افغانستان بانک د ټولو ریاست د سرپرست د لاسلیک په اړه د  ګنګوسو د خپریدو په غبرګون کې خپریږي.

د افغانستان درنو خلکو ته خبر ورکول کیږي چې د  افغانۍ په  نویو بانکنوټونو کې د افغانستان بانک د ټولو ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي لاسلیک نه دی شوی، بلکه د بانک د پخواني سرپرست ښاغلي واحدالله نوشیر په لاسلیک چاپ کیږي.

په پام کې وه چې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلی اجمل احمدي د شوي قرارداد پر بنسټ په بانکنوټونو کې د لاسلیک په موخه نه، بلکه د بانکنوټونو د چاپ له ساحې څخه د لیدنې په موخه پولنډ ته سفر وکړي.

یاد سفر د ولسي جرګې د درنو غړو د اندیښنو له امله، د افغانستان بانک د رهبرۍ لخوا لغوه شو.

رسنیزه اعلامیه

 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته