نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې د انفلاسیون د کموالي او د افغانیو د ارزښت د ټیکاو په تړاو یادونه کړې ده

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۴:۵۱
نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې د انفلاسیون د کموالي او د افغانیو د ارزښت د ټیکاو په تړاو یادونه کړې ده

افغانستان په تیر یو کال کې د بانکي نظام پر وړاندې له محدودیتونو سره سره، د بیو د ټیکاو ساتلو، د افغانیو د ارزښت د ټیکاو او د انفلاسیون د کنټرول په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي دي چې دا لاسته راوړنې په پرله پسې ډول د ملي او نړیوالو بنسټونو لخوا ستایل شوي دي، څرنګه چې نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۲۵ نېټه یې خپور کړی دی، د انفلاسیون د کموالي او د هېواد د ملي پیسو د ارزښت د ټیکاو په تړاو خبر ورکړی دی.

په دې راپور کې راغلي دي چې د افغانستان د انفلاسیون نرخ خپل ټیټیدونکي بهیر ته دوام ورکوي او په دې وروستیو کې له ۱۸.۳ سلنې څخه ۹.۱ سلنې ته راکم شوی دی، همدا ډول د دې راپور په اوږدو کې د افغانیو له ټیکاو څخه یادونه شوې او د څو وروستیو میاشتو په اوږدو کې یې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ د ۸۷-۸۹ ترمنځ ښودلی دی چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې ۱.۵سلنه ډېر لږ کموالی ښکاره کوي، حال دا چې په یاده موده کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې پاکستانۍ روپۍ ( ۲۴.۸ سلنه) او هندي روپۍ ( ۲.۶ سلنه) د ارزښت کموالی تجربه کړی دی.

په ورته وخت کې، په دې راپور کې د عوایدو د شفافه راټولولو او د صادراتو د زیاتیدو او په خپل وخت د ملکي خدمتونو د ښځینه او نارینوو کارکوونکو د معاشونو له ورکولو څخه هم په ښه ډول یادونه شوې ده.

د افغانستان بانک د نړیوال بانک په دې راپور کې د ټولو مثبتو ټکو او عیني واقعیتونو له یادولو څخه د هرکلي ترڅنګ ډاډ لري چې له افغانستان سره د نړۍ مثبت تعامل، په بانکي سکتور کې د شته محدودیتونو له منځه وړلو او د افغانستان د کنګل شویو اسعاري زېرمو د خلاصون په پایله کې به د هېواد اقتصادي وضعیت لا نور هم ښه او زیات ټینګښت او ټیکاو ته به لاره هواره شي.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د نړیوال بانک د راپور پربنسټ، ډاډ ورکوي چې د افغانستان بانک ژمن دی څو د هېواد د مالي او بانکي نظام سلامت او ټیکاو د مطلوبو مقرراتي او څارنیزو معیارونو او مناسبو تګلارو په پام کې نیولو سره وساتي او د انفلاسیون د کنټرول او د ملي پیسو د ټیکاو د ساتلو او همدا ډول د هېواد د لا پرمختګ په برخه کې اغیزناکه او ګټور ګامونه پورته کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۶:۲
Background image

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره  غونډه

د ۱۴۴۷ کال د رجب المرجب ۱۴ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه.

په. . .

بېرته خبرونه ته