هیواد ته د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه را ورسېده

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۸ - ۱۴:۵۳
هیواد ته د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۳ رمضان ۱۶ مه – هیواد ته د نړیوالو د بشرپاله مرستو پر دوام نن یو ځل بیا کابل ته د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه را ورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو د هر کلي تر څنګ له نړیوالې ټولنې غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیواله ټولنه به هم د افغانستان بانک سره د غوره بانکي اړیکو په پاللو کې مرسته وکړي او د بانکي اړیکو د آسانتیا په برخه کې به همکاري وکړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته