په اداره کی بدلون یو اصل دی

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۸ - ۱۰:۲۳
په اداره کی بدلون یو اصل دی

کابل، د ۱۳۹۹ کال د وری ۱۷مه– د افغانستان بانک د مالي او بانکی انستیتیوت او د افغانستان بانک د مالی خطراتو عمومی آمرین د بانک کارکوونکو ته ورو پېژندل شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې تړاو جوړه شوې وه، د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمی په ادارو کې تغییر او بدلون یو اصل یاد کړ او یادونه یې وکړه چې همدې اصل ته په کتو سره ښاغلی لطف الحق نور پسرلی د افغانستان بانک د مالی خطراتو د عمومی آمر او ښاغلی عبدالعزیز مومند د افغانستان د مالي او بانکی انستیتیوت د عمومی آمر په توګه ټاکل شوي دي.

له دې وړاندې ښاغلي پسرلی د مالي او بانکی انستیتیوت د عمومی آمر او ښاغلي مومند د مالی خطراتو د عمومی آمر په توګه د دې بانک په اډانه کې دندې تر سره کولې.

د افغانستان بانک دوم مرستیال هیله وښوده چې په دې سره به په چارو کې د پخوا په پرتله لا زیات پرمختګونه رامنځته شي.

نوموړي په تېر کې د افغانستان بانک په اډانه کې د یادو کسانو له چارو او بریالیتوبونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې په ادارو کې تغییر او تبدیل د چارو د ښه والي په موخه رامنځته کېږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته