په ختیځ زون کې د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ په لاره واچول شو

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۸ - ۱۱:۳۵
په ختیځ زون کې د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ په لاره واچول شو

د افغانستان بانک په ختیځ زون کې د عامه اعتبارونو د ثبت او پر منقولو اموالو د رهني حقوقو د ثبت روزنیز ورکشاپ په لاره واچوه.

 د دې ورکشاپ موخه د سوداګرو میرمنو، سوداګرو، صنعت کارانو او خصوصي متشبثینو لپاره د رهني اموالو د حقوقو د ثبت او عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونو پېژندل وه.

د عامه اعتبارونو د ثبت عمومي آمر، ښاغلي سید عزیز سادات په یاد ورکشاپ کې د اعتبار د ثبت سیستمونو په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې بشپړ معلومات د دې پروګرام له ګډونوالو سره شریک کړل. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته  کړه چې د دې سیستمونو له جوړیدو څخه مخکې د زیاتو ادارو له لورې مالي وجوهو ته لاسرسی ستونزمن وه چې په خبره یې د یادو سیستمونو په جوړیدو سره مالي وجوهو ته لاسرسی زیات شوی دی.

ورپسې د عامه اعتبارونو د ثبت عمومي آمریت مرستیال، عبدالناصر سهاک د دې سیستمونو د کارونې د څرنګوالي او مالي وجوهو ته د لاسرسي د زیاتوالي په موخه د شته اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل.

په ورته وخت کې، په ختیځ زون کې د افغانستان بانک عمومي آمر، احمدزي توحیدیار د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم د ګټو په اړه خبرې وکړې او د دا ډول روزنیزو ورکشاپونو جوړول یې خورا ارزښتناک وبلل.

د یادونې وړ ده چې په یاد ورکشاپ کې د ننګرهار ولایت مقام د مرستیال، تمیم عارف سربېره، د سوداګریزو بانکونو استازو او یو شمیر مالي مؤسسو هم ګډون کړی وه. 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته