په لویدیځ زون کې د ورکړې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۱:۹
په لویدیځ زون کې د ورکړې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

د افغانستان بانک، په هېواد کې د ورکړې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ او روزنیزو پروګرامونو د جوړیدو په ترڅ کې دا ځل ګڼ شمېر سوداګرو، د سوداګریزو بانکونو، ګمرکونو او د سوداګرۍ د خونې استازو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

په پیل کې د افغانستان بانک د لویدیځ زون آمر ښاغلي انور شاه یوسفي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ورکړې په سیستم کې د چمتو شویو اسانتیاوو په کارونې سره سوداګر او د دولت د عوایدو ورکوونکي کولای شي د سوداګریزو بانکونو له لارې د دولت عواید له جغرافیايي محدودیت پرته او په خپل وخت اړوندو حسابونو ته ولیږدوي.

وروسته د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو مرستیال ښاغلي شفیق الله شفق په مالي نظام کې د ورکړې د سیستم د ارزښت په اړه د پرزینټیشن د وړاندې کولو تر څنګ د ورکړې د برېښنايي سیستم چې د سوداګرو د ځان او مال د خوندیتوب لامل کیږي، د موخو، ګټو او ترلاسه شویو پایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 

ورپسې د اداینو د آمریت د څېړنې او پراختیا مدیر ښاغلي فرید سکندري د ورکړې په سیستم کې د معاملو د طی مراحلو د څرنګوالي او د ماليې وزارت استازي ښاغلي حمید سلطاني د معاملو د ګمرکي پړاونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته